د رحمان بابا د تلين په وياړ
ژوئن 5, 2008 at 4:46 ق.ظ | In شعر | Leave a Commentخدايه څه شول هغه ښکلی ښکلی خلک
په ظاهر په باطن سپين سپيڅلی خلک
هيڅ خندا می له دی خلکو ســـــــــــره نه شی
ژړه وی می هغه تللــــــي تللــــي خلک
خبر نــــه يم چــــــــی و کومه خــــــوا ته لاړ شه
ليدي نه ی هغه ما ليـــــــدلی خــــــلـــک
لکه ځګ چي د اوبو په مخکۍ درومــــــــی
هسي درومی په دنيا راغلــی خلـــک
دريغه يو ځــــــــله خوبيا پــــــــــه دنيا راغلـــــــــی
له جهانه په آرمان و تلـــــــی خلــــــــــک
هزار حيف دی چی په خاورو کی لاړه شی
په چووا و په چـــندڼ لړلی خلــــــــــــــک
رحمان هسی ګوښه خوند له خلکو بياموند
چی داخوند نشی هرګز موندلی خلــــک
No Comments Yet »
RSS برای دیدگاههای این نوشته. آدرس دنبالک
دیدگاهتان را بنویسید:
وبلاگ روی وردپرس.کام. | Theme: Pool by Borja Fernandez.
Entries and comments feeds.