اخبار مهم

نوامبر 8, 2009 at 10:40 ق.ظ | In اخبار مهم | Leave a Comment

ملگري ملتونه د افغانستان له ناامنو سیمو وځی

شماره 56 یکشنبه17عقرب 1388/8نوامبر2009

 

ملګري ملتونه وايي چې د امنیتي دلایلو له وجې به لږ تر لږه شپږ سوه خپل نړیوال کارکونکي په افغانستان کې د موقت وخت دپاره نورو ځایونه ته واستوي.

د ملګرو ملتونو ویاند وايي چې دغه سازمان پرېکړې کړې چې د یوولس سوه کارکونکو د جملې نه تقریباْ نیمايي یې د افغانستان دننه او یا هم دباندي خوندي ځایونو ته انتقال کړي.

د ملګرو ملتونو دغه پرېکړه په داسي حال کې کېږي چې تېره اونۍ طالبانو په کابل کې د ملګرو ملتونو پر یوه میلمستون باندې حمله وکړه او ددغه سازمان لږ تر لږه پنځه کارکونکي یې ووژل.

همداشان د ناټو قواوو وویل چې یو آمریکايي عسکر د افغانستان په ختیځ کې د پلي ګزمې پر وخت د یاغیانو په حمله کې ووژل شو. ناټو دا هم ویلي دي چې قواوو یې د خوست او وردګو په ولایتونو کې څو مشکوک یاغیان وژلي دي.

په عین حال کې د بریتانیا صدراعظم ګورډن برون وايي چې که څه هم چې د هلمند په ولایت کې پنځه بریتانیوي عسکر ووژل شول ملک یې اوس هم د افغانستان جګړې ته متعهد دی. په دې پېښه کې یو افغان پولیس هم وژل شوی دی. Ÿ

                     صدای  امریکا

+++++++++++++++++++++++++++++

په يوه وسلوال بريد کی13 امريکاییان وژل شوي

د امريکا د تکزاس ايالت په (فورټ هوډ) نظامي مرکز کې په يوه وسله وال بريد کې لږ تر لږه ديارلس امريکايي سرتېري وژل شوي او تر دېرشو زيات ژوبل دي .

د دغه پوځي مرکز قومندان، ډگر جنرال باب کاونى وايي مشکوک بريدگر جگړن نيدال ماليک حسن دى،چې په خپله يو پوځي ارواه پوه و.

ويل کېږي چې بريد کوونکى ژوبل شوى او لا هم ژوندى دى.

وړاندې پوځ د دهغه د وژلو خبر ورکړى و.

چارواکو د دغه وسله وال بريد د ممکنه علت د راڅېړلو خبره رد کړې ده،خو د بريد کوونکي يوه پخواني ملگري ويلي، چې ښاغلى حسن په افغانستان او عراق کې د امريکا د پوځي ښکلېتيا له امله ژور خواشينى و.

د امريکا ولسمشر بارک اوباما دا د تاوتريخوالي يوه ډارونکې پېښه وبلله او د قربانيانو له کورنيو سره يې غمرازي څرگنده کړه:((هغه څه چې پرې پوهېږو، د تاوتريخوالي په دغې ډارونکې پېښه کې يو شمېر امريکايي سرتېري وژل شوي او ډېر نور يې ژوبل دي.

د قربانيانو له کورنيو او هغو سرتېرو سره چې په (فورټ هوډ) کې خدمت کوي غمرازي کووم،او ژوبلو ته دعاوې کوم.

دوى هغه ښځې او سړي دي چې په مېړانې يې خطرمنلى، دوى خپل سر ورکوي چې موږ وساتي .

دا ډېره سخته ده چې موږ دغه باتور امريکايان په پرلپسې ډول په جگړه کې له لاسه ورکوو .))

چارواکو ويلي چې دپېښې په اړه يې پلټنې پيل کړې دي .Ÿ

                            بی بی سی

+++++++++++++++++++++++++++++++

 

براوون: جنګسالاران دې په افغان حکومت کې نه وي

د بريتانيا لومړي وزير گورډن براوون په افغانستان کې د خپل پوځي ښکيلتيا د فاع کړې ده .

ښاغلي براوون ولسي جرګې ته په خپله مهمه وينا کې وويل چې د برتيانيا امنيت ته د پاکستان او افغانستان له غرونو څخه ګواښ متوجه دی .

خو زياته يې کړه چې ولسمشر حامد کرزي ته يې ويلي چې دی به بريتانوي ځواکونو ديوه داسې حکومت دملاتړ لپاره په خطر کې وا نه چوي چې هغه د فساد ضد ګام نه شي اخيستای .

لومړي وزير ګورډن براوون وويل چې افغان حکومت ((په فساد کې نوم لري )) او ولسمشر کرزی بايد د فساد پر ضد ګامونه واخلي .

ده د فساد ضد يوه نوي کمېسيون د جوړولو وړانديز وکړ چې د ککړو کسانو په اړه پلټنې وکړي .

ښاغلي براوون وويل چې بې کفايته خلک او جنګسالاران بايد په راتلونکي افغانستان کې ځای و نه لري .

دغه راز ده وويل بريتانيا به د افغان ځواکونو د روزنې په اړه له خپلې تگلارې لاس وانه خلي .

پارلمان ته د نوموړي خبري داسې مهال کېږي چې، څو ورځې وړاندې يوه افغان پوليس په هلمند ولايت کې پنځه بريتانوي سرتېري په ډزو ووژل. Ÿ

                                                                          بی بی سی

کابل کې پر یوه میلمستون د طالبانو مرگانئ حمله

اکتبر 31, 2009 at 11:33 ق.ظ | In اخبار مهم | Leave a Comment

شماره 55/شنبه 9 عقرب 1388/31 اکتوبر2009
وسله والو سړو په کابل کی په یوه میلمستون باندی دحملی په وخت دملگرو ملتونو شپږ خارجی کارکوونکي او دری کسه افغانان وژلی دی. یو امریکایی هم په وژل شوو خارجیانو کی شامل دی.
د کابل محلی ماموران وایی دری تنه ټوپکوالا چې د بمونو نه ډک واسکټونه او د پولیسو دریشیگانی یی اغوستلی وی چربانگ مهال په میلمستون ورننوتل او مخکی ددی نه چی وویشتل شی او یا خپل بمونه وچوي، د پوره دوو ساعتونو پوری یی د پولیسو سره جنگ وکړ. دوه امنیتی محافظین او اوه ملکی سړي هم د ډزو په دوران کی ووژل شول.
دطالبانو یوه ویاند د نننئ حملی مسوولیت په غاړه اخیستلی دی او دا حمله یی بله میاشت د افغانستان د جمهوری ریاست د دوهم ځلی انتخاباتو د اخلالولو لپاره په اصطلاح خپل لومړی گام وباله.
طالبانو د چهارشنبی په ورځ په کابل کی د ارگ په ماڼئ او یوه عصری هوټل باندې هم ډزې وکړې.
په افغانستان کی د ملگرو ملتونو د دفتر رئیس دغه حملی وغندلی او اعلان یی وکړ چه دا کار به ملگری ملتونه ونه ډاروی او خپل کار ته به دپخوا په شان په افغانستان کی دوام ورکوی.
د امریکا د سفارت یوه مطبوعاتی اعلامیه چې په کابل کی خپره شوې ده وایی چې په ملکی خلکو باندی به د طالبانو حملی ددی باعث نه شي چې امریکا به انتخاباتو لپاره او د افغانستان د ولس سره خپلې مرستې کمې کړي.Ÿ
صدای امریکا
————————————————————————————–
په جګړه کې ښکېلوطالبانو ته امريکا پيسې ورکوي
واشنګټن په افغانستان کې مېشتو امريکايي قوماندانانو ته دا اجازه ورکوي، چې همدا اوس په جګړه کې ښکېلو وسله والو طالبانو ته مياشتينۍ پيسې ورکړي، چې له جګړې لاس واخلي .
دغه چاره د پوځي قانون يوه برخه ده، چې ټاکل شوې چهارشنبه ، (د اکتوبر ٢٨مه) به يې ولسمشر بارک اوباما لاسليک کړي .
واشنګټن ١.٣ ميليارده ډالره د دغې موخې لپاره ځانګړي کړي دي .
د امريکا پوځي قوماندانانو په عراق کې هم له دې ډول تګلارې ګټه اخيستې وه ،چې ويل کېږي پايله يې مثبته وخته ، خو دا لومړی ځل دی چې دغه تګلاره په افغانستان کې په رسمي توګه پلی کېږي .
واشنګټن دغه ګام يوه ورځ وروسته له هغه اخلي، چې د افغانستان په جنوب کې اته امريکايي پوځيان ووژل شول .
له دې سره پای ته رسېدونکې اکتوبر مياشت په افغانستان کې د امريکايي ځواکونو لپاره تر ټولو خونړۍ هغه ده، چې تر اوسه پکې ٥٥ امريکايي پوځيان وژل شوي دي .
خو د امريکا ولسمشر بارک اوباما لاهم زړۀ نازړۀ دی، چې افغانستان ته نور زرګونه سرتېري ولېږي او که څنګه .
اوباما ويلي وه چې افغانستان ته د نورو امريکايي سرتېرو د لېږلو په پرېکړې کې به له بيړې کار وانخلي .Ÿ
بی بی سی
—————————————————————————————————–
آلماني عسکر بايد په کراره کراره د افغانستان څخه راووزي
ويرک هويزر
د جرمني د زرغون ګوند ترډيرو جروبحثو وروسته په خپله ګوندي کنګره کښي فيصله وکړل ،چه آلماني عسکر بايد تر 2013 عيسوي کال پوري د افغانستان څخه راووزي
د جرمني د زرغون ګوند غړو ددوهمي پلا دپاره په روستوک کښي د خپلي کنګرې پر مهال د افغانستان پر ماموريت باندي يو دبل سره د نظر اختلاف ښکاره کۍ . دقيقأ اته کاله دمخه ،يعني د طالبانو تر سقوط وروسته په مني کښي دوی همدغه کار کړی ؤ .
هغه وخت د جرمني زرغون – سور اييتلافي حکومت فيصله کړې وه ،چه آلماني پوځ دي د بين امللي ترهګرۍ پر ضد عملياتو ته وليږل سي ، يعني افغانستان ته هم . خو اوس اکثره زرغونيان ددغه ګوند دپارلمان د وکيل اميد نوري پور سره دا نظر شريکوي ،چه وايي،
« د جرمني د امنيت څخه په هندوکش کښي دفاع نسي کيدلای . »
هغه اميد چه زرغونيانو اته کاله دمخه د آلماني پوځ د ماموريت سره تړلی ؤ، اوس تر ډيره حده پوري د مايوسۍ سره مخامخ سوی دی .
د بيا آبادولو په برخه کښي پر ډيرو پرمختګونو سربيره په افغانستان کښي اوس هم سخت جنګونه روان دي ، او طالبان د پرمختګ په حال کښي دي . ځکه نو د 4000 آلماني عسکرو ماموريت لکه تر اوسه پوري چه ؤ ،ادامه نسي پيدا کولای . ددغه ګوند مشره کلوديا روټ پدې هکله وايي:«موږ غواړو په 2010 عيسوي کال کښي په چټکۍ سره د بيرته راوتلو يو مشخص پلان جوړ ، هغه پدغه پارلماني دوره کښي پياده ، او پدې ډول په کراره کراره سره بين امللي قواوي راووزي . »
خو لکه څنګه چه د زرغون ګوند رهبري يې ادعا کوي، د قواوو دغه راوتل نبايد په تلوار سره تر سره سي . افغانستان پيژندونکی ټوم کوينيګ وايي چه اوس لا وختي دی ،چه افغانستان يوازي پريښوول سي . دی اضافه کوي ،
«ليکن موږ مجبوره يو چه افغاني حکومت هم دمشخصو وظايفو په درلودلو سره مکلفه کو،او ددې مسؤليت پر غاړه واخلي ،تر څو په کراره کراره د امنيت د ساتلو غم پخپله وخوري . »
د زرغون ګوندپه کنګره کښي ځينو استازو د افغانستان څخه د آلماني عسکرو د ژر تر ژره راوتلو غوښتنه وکړل ، او لکه څنګه چه اولي کرېمر وايي ، پداسي حال کښي چه ناټو په دوامداره ډول اضافه عسکر افغانستان ته ليږي ، خو بيا هم ډير ځايونه د طالبانو تر ولکې لاندي دي ،او کنټرولوي يې . ځکه نو بايد آلماني عسکر د 2010عيسوي کال تر دوبي پوري راووزي . دی اضافه کوي ،
«دا اوس هميشه ويل کيږي ،چه که موږ راووزو ،نو هلته به داخلي جنګ شروع سي . خو بايد پوښتنه وسي ،چه اوس هلته څه خبره ده . دا هم طبعأ يو داخلي جنګ دی ، خو سوال يوازي دادی، چه آيا هغه دي د ناټو او آلماني پوځ په ګډون يا نه ګډون کښي تر سره سي . دا هغه خبره ده چه موږ ورسره مخامخ يو ،او نه دا چه ووايو ،هلته داخلي جنګ شروع کيږي . »
خو په آخره کښي د افغانستان څخه د آلماني عسکرو د ژر راوتلو طرفداران کاميابه نسول . د جرمني په پارلمان کښي به نو اوس د زرغون ګوند فراکسيون د نوي حکومت څخه وغواړي ، چه هغه د بيا آبادولو په لار کښي ډير ګامونه پورته، او د ملکي خلګو ساتنه او حمايه وکي .
. دویچه وله

کرزي دوهم ځلي انتخابات ومنل

اکتبر 22, 2009 at 5:58 ب.ظ | In اخبار مهم | Leave a Comment

شماره 54/پنجشنبه 30 میزان 1388/22 اکتوبر 2009

افغانستان جمهور رئیس حامد کرزي د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون پریکړه ومنله او په افغانستان کې به دوهم ځلې انتخابات کیږي.
ښاغلي کرزي په کابل کې یوه خبري کنفرانس کې وویل چې دوهم ځلي انتخابات به د عقرب په ٢٦مه نیټه تر سره شي.
په دغه کنفرانس کې د امریکا سناتور جان کیري او د یوناما رئیس کای آیډه هم موجود وو.Ÿ
                                                          صدای امریکا

————————————————————————-

پاکستان: اسلامي پوهنتون کې چاودنې شوې

د اسلام اباد نړيوال اسلامي پوهنتون په انګړ کې دوو چاودنو څلور تنه وژلي او تر 18    پورې نور ټپيان شوي دي.
دغه پوهنتون د اسلام اباد په ختيځ سيکټر آی ټېن کې پوليس لاين ته جوخت پروت دی.
په اسلام اباد کې پوليسو ويلي چې لومړۍ چاودنه د نجونو درسي بلاک ته څېرمه په کيفټيريا کې وشوه، چې شېبه وروسته د شريعت په نامه درسي ودانۍ ته نژدې بله چاودنه هم وشوه.
پوليسو ويلي چې دواړه ځانمرګي بريدونه دي.
په ټپيانو کې ښځينه محصلين هم شته.
پوليس وايي چې د چاودنو په تور يې د پېښې ځای ته څېرمه يو مشکوک کس هم نيولی او د پېښې په اړه پلټنې روانې دي.
د اسلام اباد پمز روغتون وياند ډاکټر وسيم خواجه رسنيو ته ويلي چې له اسلامي پوهنتون نه دوی ته درې مړي وروړل شوي، چې دوه يې نارينه او يوه ښځه ده.
په دې وروستيو کې پاکستان کې چاودنې او د تاوتريخوالو پېښې مخ پر زياتېدو دي.
درې ورځې وړاندې پاکستاني پوځ د جنوبي وزيرستان پر قبايلي سيمو ځمکني عمليات پيل کړل چې لاهم دوام لري.Ÿ
                           بی بی سی

—————————————————————————-

ګيتس: متحده ايالات نه شي کولاي چي افغانستان ته د سرتيرو د استولو تصميم د افغان حکومت قانوني کيدو ته وځنډی

د امريکا متحده ايالاتو د دفاع وزير، رابرت ګيتس وويل چي   متحده  ايالات نه شي کولاي چي افغانستان ته د نوو سرتيرو د استولو تصميم تر هغه وځڼدوي چي  په افغانستان کي د حکومت د قانونيت لانجه حل شي.
ګيتس  دغه خبره  له واشنګتن څخه   د توکيو  په لور د خپلي سپرلي په الوتکه کي  خبريالاتو ته وکړه.  هغه د افغانستان وضعيت  يو تکاملي  بهير وګانه چي په يوه شپه کي  په هغه کي ناڅاپي بدلون نه راځي.
هغه وويل چي دي باور لري چي جمهور رييس اوباما  به د دغه تکاملي  بهير  په فحوا کي  خپل تصميم نيسي. Ÿ
                                      دویچه وله

ششمین جشنواره ملی تیاتر در افغانستان

اکتبر 13, 2009 at 12:54 ب.ظ | In اخبار مهم, سینما و تئاتر | Leave a Comment

شماره 53/21 میزان 1388/13 اکتوبر 2009

DSCN3306از تاریخ11-16 میزان سال روان ششمین جشنواره ملی تیاتر افغانستان به اشتراک جوانان ولایات و شهر کابل از طرف گویته انستیتوت و به اشتراک مرکز فرهنگی فرانسه، برتش کنسل، دیپارتمنت تیاتر پوهنحی هنر ها و سایر نهاد های دست اندرکار فرهنگ و همکاری وزارت های تحصیلات عالی، اطلاعات و فرهنگ و پوهنتون کابل راه اندازی گردید و هنرمندان کشورهمسسایه تاجکستان نیز در آن هنرنمائی کردند. در این جشنواره (32) اثر از (13) ولایت توسط کمیته پذیرش انتخاب گردیده در تالار های لیسه استقلال، پوهنحی هنر ها، بنیاد فرهنگ و جامعه مدنی و غیره به نمایش گذاشته شد.
در این فستیوال نمایشنامه های بوی جوی مولیان نوشتۀ شاهپور صداقت، تغییر چهره نوشتۀ اسدالله تاج زی، چنگیز خان نوشتۀ محمد حسین احمدی، مرگ دیگری نوشتۀ فریدون فکوری، زندان نوشتۀ قادر فرخ، رؤیای حقیقت نوشتۀ ذکی فاضل، یک شاخه گل نوشتۀ سیروس همتی، دهقان نوشتۀ آتیلا نوری، آخرین لبخند نوشتۀ عبدالله بدر، آتیه ماه نوشتۀ محمد سلیم اسیر، رؤیای آسمانی نوشتۀ ویلیام شکسپیر، مکبث نوشتۀ ویلیام شکسپیر، ورکه لار نوشتۀ غوث خیبری، اونه آمد نوشتۀ هاشم آصفی، تنویر نوشتۀ فضل احمد احدی، صلصال و شهمامه نوشتۀ عبدالحکیم هاشمی، زندگی در مرگ نوشتۀ وکیل نیکبین، چشمان بردار قیامتی نوشتۀ نور تبروف از ولایات کابل، پروان، هرات، کندهار، تخار، سرپل، ننگرهار، بلخ و کشور تاجکستان به نمایش گذاشته شد. در ختم فستیوال با رعایت کتگوری اکتوران، نویسندگان و کارگردانان مورد تقدیر و تشویق قرار گرفتند، در فستیوال بخشی نیز به تحت عنوان اجرای برنامه های تشویقی مد نظر گرفته شده بود.
در لابلای برنامه های این فستیوال ورکشاپ هایی توسط توماس هکیلمن و ریتاش توک از کشور آلمان در باره تخنیک های تمثیل، نور محمد تبروف از کشور تاجکستان در باره نمایشنامه نویسی و ممنون مقصودی در باره تمثیل، نیز به هنرپیشه گان تیاتر تدویر یافت. Ÿ

د نړۍ مشران د ملگرو ملتونو په عمومي غونډه کې

سپتامبر 28, 2009 at 11:40 ق.ظ | In اخبار مهم | Leave a Comment

شماره 52 دوشنبه 6 میزان 1386 /28 سپتامبر 2009

دنړۍ مشرانو د چارشنبی په ورځ په ملگرو ملتونو کی دعمومی غونډی په ترڅ کی دکورنیواونړیوالو مسایلوپه باب خبری وکړلی او خپلی اندیښنی یی څرگندی کړلی.
د امریکا جمهوررئیس براک اوباما د چارشنبی په ورځ دملگرو ملتونو په عمومی غونډه کی وینا وکړله او دامریکا دخارجی پالیسی په برخه کی یی خپل تصور په خپله هراړخیزه وینا کی وړاندی کړ.
ښاغلی اوباما د ملتونو ترمنځ د گډی همکاری دیوی نوی دوری د پیللپاره غږ وکړ.هغه وویل چی امریکا په یوازی ځان دنړۍ ستونزی نشی حل کولی. هغه نور ملتونه دیته وهڅول چی په دغه بهیر کی د خپلی برخیمسولیتونو ته اوږه ورکړی. براک اوباما په دی باب داسی وویل :
اشتباه ونکړئ، دایوازی دامریکا مسوولیت ندی. هغوکسانو چی امریکا په دی ملامتوله چی په دینا کی په تنهایی باندی اقدام کوی؛ هغوی اوس نشی کولی چی کرار کینی او دیته انتظآر وکړی چی امریکا ورته دنړۍ ستونزی په یوازی ځان حل کړی. موږ په عمل اونظر کی له نړۍ سره دیوه نوی اومشترک دور اوپړاود پیل خواهش کړیدی.اواوس زموږ ټولو لپاره هغه وخت رارسیدلی دی چی خپل مسوولیتونه د نړیوالو ستونزو په مقابل کی دیوه نړیوال ځواب اواقدام لپاره سره شریک کړو.
هغه وویل چی امریکا به خپل ټول عسکر له عراق نه د ٢٠١١ کال تر پای پوری راوباسی. د افغانستان اوپاکستان ملاتړ تهبه ددی لپاره ادامه ورکړو چی له ترهگری سره جگړه وکړی. موږ به په منځنی ختیځ کی دسولی لپاره کاروکړو او همدارنگه به داټومی بم نه خلاصی اوازادی نړی لپاره هم کار وکړو.
په براک اوباما پسی سمدلاسه د لیبیا مشر معمر قذافی خبری وکړلی. که څه هم هغه دتیرو ۴٠ کلونو راهیسی د لیبیا مشر دی خو دادهغه اول ځل و چی دملگرو ملتونو عمومی غونډی ته یی وینا کوله. هغه یونیم ساعت وینا وکړله. ښاغلی قذافی په خپله وینا کی په یو لړ پراخه مسایلوباندی بحث وکړ. خو هروخت په منظم ډول نه و. هغه له ځان سره دملگرو ملتونو یو منشور درلود او په دغه موسسه کی یید بی عدالتی او نابرابری په بابښه په تونده لهجه انتقاد وکړ. خو هغه دافریقا لپاره دملگرو ملتونودامنیت په شوری کی دایمی چوکۍهم وغوښتله.هغه په یوه پخوانی استعماری هیواد باندی غږ وکړ چی افریقایی هیوادونو ته$7.77 تریلیونه خساره ورکړی.  ښاغلی قذافی له طآلبانو نه دفاع وکړله، او د خنزیرانو د والگی په باب یی هم خپل نظر څرگند کړ. قذافی په دی باب داسی وویل:
کیدلی شی چی دخنزیرانو د والگی ویروس دهغو ویروسونو له جملی نه وی چی په یوه لابراتوار کی جوړ شوی وی او له کنترول نه وتلی وی ځکه چی په اوله کی به هغه د نظامی مقاصدو لپاره دوسلی په توگه استعمالیده. دروسیی جمهوررئیس میډویډیوف د جمهوررئیس براک اوباما دهغی پریکړی هرکلی وکړ چی د بش د وخت د توغندیو د نصبولو له پلان نه تیرشو. دا توغندی د یوه دفاعی سپر په توگه په ختیځه اوروپا کی نصبیدل. د چین جمهوررئیس هو جنتاو خبرداری ورکړ چی نړۍ لا تراوسه پوری هم د اقتصادی شخړو تراغیزو لاندی ده او داقتصاد د بیا رغیدو مسله لا روښانه نده. د فرانسی جمهوررئیس په نړیوالو مالی نظامونو کی د پراخ بدلون غوښتنه وکړله.دامریکا پر جمهوررئیس براک اوباماسر بیره دملگرو متلونو دامنیت شوری څلور نور و دایمی غړیو هیوادونو مشرانو وینا وکړله.
د برتانیی صدر اعظم گورډن براون چی پوځ یی په دی نیژدی وخت کی په افغانستان کی ډیر تلفات لیدلی دی خپل تعهد یی ددغه هیواد په هکله بیا تکرار کړ.براون وویل: زه په دی عقیده یم چی خوندی افغانستان دخوندی نړۍ مانا لری. خو موږ یو به هم مصون اوخوندی ونه اوسو چی که موږ له دی هیواد نه مخ بلی خواته واړوو. او یا زموږ له گډ ماموریت او عزم نه تیرشو. ناټو او ملگری یی له استرالیا نه نیولی تر جاپان پوری اونور هیوادونه پکارده چی د خپلی ستراتیژی د عملی کولولپاره په نویو لارو چارو موافقه وکړی. او زه په دی عقیده یم چی د افغانستان پوځ، خلکو ، او پولیسو ته افغانی بڼه ورکول او دافغانانو نقش زیاتول به ددی سبب شی چی د خپل امنیت دغټی برخی مسوولیت په غاړه واخلی. پردی سر بیره د برازیل ، چلی، ار جنتاین او یوراگوی مشرانو هم خپلی ویناوی وکړلی. په ماښام کی د ایران جمهوررئیس محمود آحمدی نژاد ددین او بشریت په باب یوه اوږده وینا وکړله . هغه په دی برخه کی هم خپل نظر څرگند کړ چی ددنیا ستونزه څه ده په دی کی هغه سرمایه داری او صهیونیزم او لیبرالیزم دنړۍ لپاره تر ټولو غټی ستونزی وبللی.د هغه وینا مهمه وه خو هغه د خپل هیواد د جنجالی اټومی پروگرام یادونه ونکړه.Ÿ
                                                                                                                                                             صدای امریکا

—————————–——————–

امريکا: نجيب ځاځی په پاکستان کې روزل شوی

پر ښاغلي نجيب الله ځاځي په امريکا کي دبمونو چولو د دسيسې تور لګېدلی دی.
دنيويارک دمحکمو په بيان کې پرښاغلي ځاځي باندې دنورو په مرسته د لويو چاودونو د دسيسو جوړولو تورونه راغلي دي.
چارواکي ادعا کوي چې تېره اونۍ ښاغلي ځاځي حکومت ته په خپل بيان کې رښتيا نه وه ويلي ځکه د چارواکو په قول دښاغلي ځاځي په کمپيوټر کې دبمونو جوړولو ليکلې لارښوونې په لاس ورغلې دي.
ښاغلی ځاځی او پلار يې تېره اونۍ امريکايي چارواکو د کولراډو د ايالت د ډنوار په ښار کې ونيول.
همدارنګه دنيويارک په ښار کې ديومسجد ملا احمد افضلي هم چې ويل کېږي چارواکو ته يې رښتيا نه دي ويلي زنداني شوی دی.
خو دا درې سره کسان پر دوی لګېدلي تورونه بې ځايه بولي.
دچارواکو په قول د روانې ميلادي مياشتې په سر کې د امريکا څارګرې ادارې دنيويارک دښار دکوينز په سيمه کې دچاودېدونکو موادو د لټولو په موخه درې سرايونه ولټول چې دپلټلو په ترڅ کې جيبي ټلېفونونه او بکسونه په لاس ورغلل.
چارواکي وايي ګومان کوي چې د يو کس له خوا دتګ او راتګ پر وسايلو دبريد نيت موجود و.
د امريکا لوی څارنوال ايريک هولډر هم ويلي چې دپېښېدونکي ګواښ دسيسه يې شنډه کړې ده.
چارواکي وايي چې يوازې دبمونو جوړولو لار ښوونې يې دښاغلي دځاځي په کور کې ميندلې خو په خپله بمونه په لاس نه دي ورغلي.
چارواکو پر ښاغلي ځاځي باندې په پاکستان کې د وسلو د زده کړې اوهمدارنګه په اينټرنټ کې د دغه ډول معلوماتو د لټولو تور لګولی دی .
ويل کېږي چې ښاغلي ځاځي دکولراډو په ايالت کې موټر کرايه کړی اود نيويارک دښار دمنهاټن سيمي ته په هغه ورځ راغلی چې په راتلونکې ورځ دنيويارک دبريدونو دنهم تلين مراسم پکې کېدونکي ول.
دچارواکو په وينا ښاغلي ځاځي په نيويارک دقهوې پلورلو سوداګريزې معاملې هم درلودې.
څلور ويشت کلن نجيب الله ځاځی چې په هوايي ډګر کې يې د موټروانۍ دنده سرته رسوله په ترهګرۍ کې دښکېلتيا اوله القاعدې سره دتړاو تور په ټينګه ردوي .
دی په افغانستان کې د روسانو ديرغل په زمانه کې زوکړی په اووه کلنۍ کې پاکستان ته کډه شوی او په(1999) زېږدي کال کې امريکا ته کوچېدلی دی.
د ده د وکيل په وينا نوموړي په2007 او اتم کلونو کې پاکستان ته سفرونه کړي دي.Ÿ
   بی بی سی

——————————————-

ډېر ژر به دټاکنو وروستۍ پايلې اعلان شي

دافغانستان د ټا کنو کمېسيون وايي يوه اونۍ وروسته به معلومه کړي چې د تېرې مياشتې ټاکنې دوهم پړاو ته غزېږي اوکه په لومړي پړاو کې ددغه هېواد لپاره نوى ولسمشر غوره کېږي .
د ټاکنو دکمېسيون د دارالانشا مشر داود علي نجفي له بي بي سي سره په خبرو کې وويل چې له شنبې وروسته به د لس په سلو کې شکمنو رايو نمونوي شمېرنه پيل کړ.
نوموړي وويل دا هغه رايې دي چې د ټاکنو دشکايتونو د اورېدو کمېسيون يې له گڼو جنجالونو او د درغليو په اړه د ادعاوو او اسنادو له وړاندې کولو وروسته د بيا شمېرنې لارښونه کړې وه:
دواړه کمېسيونونه يوې موافقې ته رسېدلي چې دغه شمېرنه به په راتلونکې اونۍ کې پيل شي ، د ټاکنو او دټاکنو د شکايتونو کمېسيونو پخپل منځ کې ډېرې غونډې وکړې خو نن دې پرېکړې ته ورسېدل چې څنګه دا عمليه شروع شي .
دکمېسيونونو تر منځ هېڅ ستونزه نشته ، په يوه اونۍ کې به دغه عمليه پيل او بشپړه شي.))
ښاغلى نجفي د شکايتونو داورېدو له کمېسيونه غواړي چې د رايو په اړه شوي شکايتونه ژر تر ژره و ارزوي چې که ټاکنې احتمالا دده په خبره دويم پړاو ته و غزېږي نو د ژمي او يخنۍ له را رسېدو وړاندې بيا تر سره شي: ( د ټاکنو دکمېسيون له لوري ټول کار خلاص شوی دی او زموږ غوښتنه داده چې د ټاکنو د شکايتونو کمېسيون ژر تر ژره شکايتونه وارزوي او خپل نهايي نتايج اعلان کړي ، دا يوه خبره شته چې په دريو اونيو کې دننه که ټاکنې بيا ونه شي نو بيا هوا سړېږي ، او ټاکنې به سختې وي . د شکايتونو کمېسيون هڅه کوي چې ژر تر ژره شکايتونه و ارزوي .))
ښاغلی نجفي وايي چې دوى به په راتلونکې اونۍ کې بلاخره هغو جنجالونو ته د پاى ټکى کېږدي چې په ټاکنو کې د درغليو د شتون په اړه کېږي .
په تېرو څو اونيو کې په مسلسله توگه د رايو ورکولو په ورځ د پراخو درغليو د شتون په اړه په زرگونو شکايتونه وشول چې په دې لړ کې د اروپايي څارونکو ډ لې په رپوټ کې تر يو نيم ميليون پورې رايې شکمنې وبلل شوې .
دغې خبرې دافغانستان په ټاکنو کې د د رغليو د شته والي په اړه اندېښنې لا جدي کړې او د بېلا بېلو غاړو لخوا غوښتنه وشوه چې د شکايتونو سمه ارزونه دې وشي او تر هغه وروسته دې د ټاکنو وروستۍ پايلې اعلان شي .
د ټاکنو د شکايتونو کمېسيون وويل چې دغه کار به يې مياشتې وخت واخلي او د ټاکنو له کمېسيون سره يې دا اندېښنه را پورته کړه چې که احيانا ټاکنې دويم پړاو ته غزېږي، چې په راتلونکې مياشت کې بايد پاى ته ورسېږي.Ÿ
                                       بی بی سی

په افغانستان کي به ټاکنو باندي مناقشي جمهوررييس اوباماته تاوان رسوي

سپتامبر 17, 2009 at 9:29 ق.ظ | In اخبار مهم | Leave a Comment

شماره 51/یکشنبه 22 سنبله 1388 خورشیدی مطابق 23 رمضان المبارک قمری/13 سپتمبر 2009

د افغانستان دریاست جمهورۍ په تاکنوکي ددرغليو تورونه دافغانستان په اړه دجمهوررييس بارک اوباماسياست سختوي، داخبر درويتر خبري آژانس دسپتمبر دمياشتي په نهمه نيټه خپورکړيدي .آيادي له امريکايانو څخه داتقاضا چي نور عسکر افغانستان ته واسوي کولي شي؟ اوله خپلو عسکرو څخه غوښتلي شي چي دداسي حکومت ملاتړ چي په ټاکنوکي ددرغليو دکيدو په تورونو باندي ستر ګي پټوي دخپلوسرونوپه بيه وکوي. نوکه دافغانستان جمهوررييس حامد کرزي له خپلي لاري راونګرځي داخبره به دامريکا سياست په راتلونکو ونيو کي ډير په ځان مصروف کړي. دافغانستان دټاکنودشکاياتو کمسيون په ډيرو مواردو کي ددرغلي کيدل رښتيا بللي دي.Ÿ
                                                               دویچه وله

—————————————————————

غزنی: 4 لاريونکوونکي وژل شوي دي

عيني شاهدان وايي چې دغزني پوليسو په قهرېدلو لاريونکونکيو ډزې کړې 18 تنه ټپيان کړي او 4 نور يې وژلي دي .
لاريون نن سهار دغزني ښار دابوحنيفه دجومات د ملا دمړي له موندلو وروسته پيل شو .
دسيدشمس الدين په نوم ملا تېره ماښام څلورو وسلوالو له جومات څخه ايستلی او په يوه کرولا موټر کې يې وړی و.
د سيمې خلک وايي چې وسلوالو مولونه وهلي و او خبرې يې نه کولې .
د دغه ملا مړی نن سهار دښار سوېل ته په قلعه نو کې و موندل شو.
لاريونکونکو د دغې وژنې پړه پر حکومت ور اچوله .
خو دغزني والي ډاکټر محمدعثمان له لاريونه څو شېبې وروسته يوې خبري ناستې ته د وينا پر مهال وويل چې ملاشمس الدين دهېواد د سولې دښمنانو وژلی دی .
والي د مړو په اړه څه ونه ويل مګر دا يې ومنله چې 13 تنه لاريون کوونکي ټپيان شوي خو د ده په وينا دا دپوليسو په ډزو نه بلکې د لاريون له منځه په شويو ډزو ټپيان شوي .
نوموړي زياته کړه چې د لاريون په منځ کې طالبان و او هغوی امنيه قوماندانۍ او ښاروالۍ ته هم لاسي بمونه ور غورزولي دي .
ده وويل چې پوليسو يوازې دلاريون کوونکو د تيتولو لپاره هوايي ډزې کړې دي .
د ښاغلي عثماني په وينا پوليسو ځکه ددغو طالبانو دنيولو هڅه ونه کړه چې وېرېدل مرګ ژوبله به ډېره شی.
ده دا هم وويل چې لاريون کوونکو مخکې دوی ته خبر نه و ورکړی چې پوليس يې امنيت ونيسي .
نوموړي وويل چې ټپيان يې دغزني ملکي روغتون ته رسولي دي او ديوه حالت د اندېښنې وړ دی .
له بلې خوا دطالبانو وياند ذبيح الله مجاهد وايي چې نه يوازې دوی دغه ملا نه دی وژلی بلکې دهغه وژنه غندي .
تر اوسه پورې معلومه نه ده چې دغه ملا چا او ولې وژلی خو ښاغلي عثماني وويل چې دوی يوه پلاوي ته دنده ورکړې چې هم د ملا د وژنې دپېښې او هم دلاريون په اړه څېړنې وکړي.Ÿ
                                       بی بی سی

——————————————————

بخشی از آرای انتخابات افغانستان باطل اعلام شد

کمیسیون رسیدگی به شکایات انتخاباتی در افغانستان آرای بخشی از مراکز رای دهی را به دلیل موجودیت تقلب در آن، باطل اعلام کرده است.
مسئولان این کمیسیون می گویند، “مدارک واضح و قناعت بخش” در مورد تقلب در این آرا به دست آمده است.
این آرا، شامل بیست و هفت مرکز رای دهی در ولایت غزنی، پنجاه و یک مرکز رأی دهی در قندهار و پنج مرکز رای دهی در ولایت پکتیکا است.
این نخستین بار است که بخشی از آرای انتخابات بیست و نهم اسد افغانستان، رسماً باطل اعلام می شود.Ÿ
                                         بی بی سی

امريکا افغان ماموريت ته جورجي پوځيان روزي

آگوست 18, 2009 at 8:01 ق.ظ | In اخبار مهم | Leave a Comment

شماره 50/دوشنبه 26 اسد 1388/17 اگست 2009
ټاکل شوې ده چې د امريکا د سمندري ځواکونو يوه ډله سرتېري ګرجستان ته ورسېږي .
دغه سمندري سرتېري به يو شمېر جورجي سرتېري وروزوي چې نژدې دوه اوونۍ وروسته به افغانستان ته له ايساف ځواکونو سره په ماموريت وګمارل شي .
په تبليسي کې د امريکا سفارت اعلان کړی، چې د امريکا سمندري ځواکونه به افغانستان ته تلونکي جرجي سرتېري وروزي چې هلته له مېشتو ايساف ځواکونو سره اوږه په اوږه خپل ماموريت پيل کړي .
جورجيا هم افغانستان ته د خپلو سرتېرو پر لېږلو خوښي ښوولې ده او ويلي دي چې سرتېري يې د افغانستان د امنيت او ټيکاو په راوستو کې حياتي برخه لري .
د امريکا سفارت دا هم ويلي چې د جورجي سرتېرو د روزنې لپاره يې جورجيا ته د تمرين لپاره هېڅ وسله نه ده ورکړې او نه يې هم د روزونکو امريکايي سرتېرو شمېر ښوولی دی .
د امريکا د دفاع وزارت وياند برايمن وايټمن تېره ورځ ويلي وو چې د امريکايي سرتېرو له ٦٠ تر ٧٠ روزونکي سرتېري به د جورجيا نژدې ٧٥٠ سرتېري وروزي .
خو د ګرجستان د دفاع وزارت سلاکار ګيلا بيګواشويلي ويلي چې هېواد به يې په راتلونکې نومبر مياشت کې افغانستان ته ١٧٠ سرتېري ولېږي، او په فرانسه کې له روزنې وروسته به نور سرتېري هم دغه هېواد ته واستوي .
تېر کال هم د امريکايي روزونکو له خوا يو شمېر روزل شوي سرتېري عراق ته له تلو هغه مهال منع شول، چې ګرجستان له روسيې سره په جګړه کېووت .
د ٢٠٠٣کال له اګست مياشتې راهيسې ګرجستان عراق ته دوه زره سرتېري استولي، خو له روسيې سره د جګړې په بهانه يې له عراقه خپل پوځيان وويستل . Ÿ
بی بی سی
——————————————————————
چارواکي: د ټاکنو پرمهال به پرچا بريد نه کوو
افغان امنيتي چارواکي وايي چې د ټاکنو په ورځ به دفاعي حالت غوره کړي او د مخالفانو پر اهدافو به بريدونه نه کوي .
چارواکو له طالبانو هم وغوښتل، چې د ټاکنو او د خلکو د رايو د درناوي په موخه ورته کار وکړي او د هغوى په وينا په خلکو له بريد کولو ډډه وکړي .
چارواکو يو ځل بيا ژمنه وکړه چې هڅه به وکړي ټاکنې په آرامه فضا کې وشي او د هر راز گډوډۍ مخه ونيسي .
په افغانستان کې ټاکنو ته يوازې څو ورځې پاتې، خو نا امنۍ د پلازمېنې کابل په گډون ددغه هيواد بېلابېلې برخې گواښي .
افغان چارواکو پر داسې مهال د ټاکنو په ورځ پر مخالفانو د بريدونو نه کولو خبره کړې چې طالبانو له وړاندې ويلي، هڅه به وکړي د ټاکنو پروسه ناکامه او خلک په کې له گډونه منع کړي .
د افغانستان د ملي دفاع وزير رحيم وردګ چې د کورنيو چارو له وزير او د ملي امنيت له عمومي مشر سره په يوه گډه خبري غونډه کې خبرې کولې وويل، د ټاکنو ورځ بايد په جگړه ځپلي افغانستان کې د خلکو لپاره د سولې يوه ورځ وي .
هغه په دې توگه ژمنه وکړه چې افغان ځواکونه به د ټاکنو په ورځ يوازې له ځانه دفاع کوي او پر چا به بريد نه کوي :
” د افغانستان امنيتي ارگانونو ته حکم شوى چې د ټاکنو په ورځ دې له هر ډول يرغليزو عملياتو ډډه وکړي او يوازې دې له ځان او خلکو نه د دفاع په موخه وسله پورته کړي . زموږ ټوله هڅه به داوي چې خلک په سوله ييزه او مصئونه فضا کې خپلې رايې وکاروي .
موږ له دښمنانو چې له موږ سره په جگړه بوخت دي هم تمه لرو چې پر خپلو هيوادوالو له بريدونو او د هغوى له وژلو ډډه وکړي او د خپل پلرني ټاټوبي له ړنگولو لاس واخلي. هغوى دې په ټاکنو کې برخه واخلي او يادې لږ تر لږه د ټاکنو له گډوډولو ډډه وکړي .”
د ملي دفاع وزير زياته کړه چې له تېرو دريو مياشتو راهيسې يې د ټاکنو د امنيت خونديتوب او د مخالفانو د کمزوري کولو لپاره بېلابېل عمليات کړي او په دې توگه يې د ټاکنو د ورځې د امنيت ډاډمنتيا ته پاملرنه کړې ده .
د نوموړي په وينا همدا اوس د راى ورکولو سيمو ته ٧٥ په سلو کې ځواکونه استول شوي او ډېر ژر به دغه شمېره بشپړه شي .
په افغانستان کې د ولسمشرۍ او ولايتي شوراگانو د ټاکنو په نژدې کېدو ددغه هيواد په پلازمېنه او بېلابېلو سيمو کې امنيتي اندېښنې هم ډېرې شوي .
په کابل کې د ناټو ځواکونو قوماندانۍ مخې ته د شنبې ورځې ځانمرگي بريد چې په کې اووه تنه ووژل شول او نژدې ٩٠ نور ټپيان شول دغه اندېښنې لا ډېرې کړي، خو افغان چارواکي وايي چې هېڅ داسې کومه پېښه به ونه شي چې ټاکنې زيانمنې او په کې د خلکو د گډون مخه ونيسي .
د افغانستان د کورنيو چارو وزير حنيف اتمر وويل، په ټول هيواد کې د نظم ساتلو لپاره بشپړ ځواک موجود دى او هيڅوک به هم ونکړاى شي ټاکنې تخريب کړي .
” له تېرو شپږو مياشتو ډېره موده کې دا لومړى ترهگريز بريد و چې په کابل ښار کې وشو. دا په تېرو اتو کلونو کې د ترهگريزو بريدونو د تر ټولو ټيټې ممکنه کچې ښکارندويي هم کوي .
په تېرو له شپږو مياشتو ډېره موده کې يوازې په کابل کې ٦٢ دغه شان ترهگريز بريدونه شنډ شوي او يايې هم مخه نيول شوې ده.”
ښاغلي اتمر زياته کړه چې ډاډ لري په ټاکنو کې به په پراخه کچه خلک گډون کوي او د خپلې خوښې کانديد ته به رايه ورکوي.Ÿ
بی بی سی
———————————————————————–
ميرکل: پر کابل باندي بريد پر ديموکراسۍ باندي بريد بللی
لومړۍ وزیري ميرمن انګيلا ميرکل په کابل کي دشمالي اطلس ددفاعي تړون ناتود قرارګاه په مخکي بريد چي عواقب يی ډير شديد وو په افغانستان کي په ديمو کراسۍ باندي د ترهګرو ګوزار بللی اوغندلی يې دی. مير کل په ټينګار سره ويلي دي چي المان او دهغه ملګري به په راتلونکي کي هم د بيا رغوني په مسايلوکي د افغانستان ملاتړ وکړي. د ملګرو ملتونو سرمنشي بان کي مون د افغانستان د جمهوري رياست له ټاکنو څخه 5 ورځي پخوا په اصطلاح ددي« ړانده زور زياتي» له امله ناکراري څرګنده کړې ده. يو ځانمرګي ګوذار کونکي د شنبې په ورځ د کابل د ډيپلوماټانو په ناحيه کي چي سخته ساتنه يي کيږي، لږ ترلږه ۷ کسه افغاني ملکي وګړي له ځانه سره وژلي دي. څه ناڅه 100 کسه نور پدي پيښه کي ژوبل شويدي. سوء قصد کونکي ځان په موټرکي چي 500 کيلوګرامه چاودونکي مواد پکي باروو په هواالوزولي دي. د زور لارو طالبانو د وينا له مخي چي ددي ګوذار مسوليت يي په غاړه اخيستي دي، ددوي هدف دامريکا سفارت وو چي هغه ځاي ته نژدي پروت دی.Ÿ
دویچه وله

په غزني کې د امريکا يوه جيټ الوتکه لوېدلې

جولای 22, 2009 at 4:21 ق.ظ | In اخبار مهم | Leave a Comment

شماره 49/سه شنبه 30 سرطان 1388/21 جولای 2009

امريکايي ځواکونو ويلي چې د افغانستان په ختيځ کې يې يوه جيټ الوتکه رالوېدلې ده .
خو د غزني ولايت چارواکو ويلي، چې د دغه ولايت په ناور ولسوالۍ کې د امريکايي ځواکونو يوه جېټ الوتکه لوېدلې ده.
د ناور سرپرست ولسوال محمد قاسم بي بي سي ته وويل چې الوتکه په قره چه سيمه کې لوېدلې ده.
هغه زياته کړه چې په الوتکه کې سپاره دوه تنه وژل شوي او الوتکې هم اور اخيستى .
وړاندې تر دې امريکايي ځواکونو د يوې خبرپاڼې له لارې خبر ورکړى و چې يوه اف ١٥ ډوله جېټ الوتکه يې په افغانستان کې لوېدلې ده.
دغو ځواکونو رد کړې چې گنې الوتکه دې د دښمن په ډزو لگېدلې وي.
وسله والو طالبانو هم د الوتکې د رالوېدو په اړه ناخبري ښوولې ده .
د خبرپاڼې په وينا، په الوتکه کې دوه پيلوټان وو، چې اوسمهال يې د مرګ ژوبلې په اړه څه نه شي ويلی .
له ايف 15 اي جيټ الوتکو نه په ځمکنيو عملياتو کې کار اخيستل کېږي، چې امريکا په عراق کې هم ورته الوتکې درلودې .
د پېښې په اړه پلټنې روانې دي .
د روانې جولای مياشتې پر ١٤ مه هم د سوېلي ولايت هلمند په سنګين ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو په ډزو د ناټو ځواکونو يوه ناپوځي کرايه شوې الوتکه راولوېده، چې ٦ کسان په کې ووژل شول .
دغه ايم اي ٢٦ ډوله الوتکه د اوکراين د يوه خصوصي ‘ مولدوون هوايي شرکت’ وه، چې ايساف په کرايه اخيستې وه.Ÿ
              بی بی سی

نام آن سرباند مواد مخدر که به 20 سال حبس محکوم شد چیست؟

جولای 22, 2009 at 4:20 ق.ظ | In اخبار مهم | Leave a Comment

شماره 49/سه شنبه 30 سرطان 1388/21 جولای 2009

رسانه ها اخیراً از محکوم به بیست سال حبس و ده میلیون جریمه نقدی شدن یک سر دسته مافیای قاچاق مواد مخدر در افغانستان خبر دادند.
جالب آنست که در خبر اسم و ولد محکوم ذکر نگردیده و معلوم نیست کی است؟
صاحبنظران با توجه به اینکه باری شخصی که محکوم به اعدام بود از راه گم شد این بار تشویش دارند که مبادا زیر کاسه نیم کاسه باشد و با نام جعلی شخص محکوم نیز آزاد شود. قبل بر این چند قاچاقبر مواد مخدر به فرمان رئیس جمهور از حبس رها گردیدند که باعث تشویش و نگرانی میان مردم شد. مردم میخواهند نام های قاچاقبران را بدانند و محاکمه آنان در شفافیت و علنی تدویر گردد.Ÿ
____________________________________________________
د افغانستان حکومت 4 انترنیتي شبکي تړلی دی

شماره 49/سه شنبه 30 سرطان 1388/21 جولای 2009

د اسوشيد پرس دآژانس دیوه رپوټ له مخی دافغانستان حکومت دانتر نيت دهغه څلورو شبکو نشرات بند کړيدي چی دکرزی په خلاف يی نشرات کاو . څنګه چی دافعانستان دننه دچارو د وزارت په يوه خبر کي ويل شوي دي ، دغه کار د حامد کرزي دانتخاباتي ډلۍ دشکايت په اساس تر سره شوي دي .
له بله پلوه د کرزی مخالف کانديدان وايی چي په دولتی خبري رسنيو کي دوی ته هسی چي ښايی د تبلیغاتو شانس نه نشته ، نو له همدی امله دوی دی ته اړدي چی دانترنیت له لاری خپل انتخاباتی مبارزي پرمخ بوزي .بند شوي انترنیتي پاڼو دکرزی په نامه نشرات کاو ، پرته له دی چی دکرزی څخه يی اجازه اخیستی وی.Ÿ

پتریوس: طالبان ډېر خطرناکه دي

جولای 18, 2009 at 4:28 ق.ظ | In اخبار مهم | Leave a Comment

شماره 48/سه شنبه 16 سرطان 1388/7 جولای 2009

په افغانستان کي د امريکايي پوځ مشر جنرال David Petraeusويلي دي چي طالبان خطرناکه او پياوړی دښمن دی او پدې وجه افغانستان ته د لا زياتو عسکرو د لېږدولو څخه بايد تر حد نه زياتي هيلي ونه شی. نوموړی جنرال چي په عراق کي يې هم دنده تر سره کړې دغه څرګندونې يې د کاناډا په کالګري ښار کي کړي دي. نوموړی هلته د کاناډايي ستردرستيز جنرال Walter Natynczyk په بلنه د خبري اترو لپاره ورغلی دی. نوموړي به خپلو خبرو کي زياته کړې چي طالبان د حالاتو او د بهرنيو ځواکونو د جنګي تکتيک بدلېدلو سره سم خپل جنګي تکتيک ته هم تغيیر ورکوي.l
                        دویچه وله

برگه‌ی بعد »

وبلاگ روی وردپرس.کام. | Theme: Pool by Borja Fernandez.
Entries and comments feeds.