پوهاند داکتر نور احمد میرازی د ساینس پوهنځی د بیالوژی دیپارتمنت آمر

Mirazi

شماره 69/پنجشنبه 22 میزان 1389/14 اکتوبر 2010

ونه او بوتی هغه څه دی چه په نړیواله سطحه او د هر مملکت په داخل کی د غذا تهیه کونکو له جملی څخه حسابیږی. نباتات په اصطلاح هم حیات دی، هم خوراک دی، هم پوشاک دی، هم مسکن دی او هم دوا. ونه د نباتاتو له جملی څخه د پانی په درلودلو سره، د پانی په ارزښت سره د محیط هوا پاکوی. د محیط هوا په دی منظور پاکوی چه کاربن دای اکساید جذبوی د خپلو منفذونو له لاری او فضا ته آکسیجن خارجوی. نو همدا سبب دی چه کاربن دای اکساید چه د نبات له خوا جذب شی او هغه څه چه هوا کثیفوی او ددی په مقابل کی هغه څه چی هوا پاکوی هغه آکسیجن دی. نه یوازی آکسیجن هوا پاکوی بلکه زمونږ او ستاسی د حیواناتو او د انسانانو خاصتاً د ژوند د ادامه ورکولو سبب هم کیږی. ځکه مونږ او ستاسی آکسیجن ته ضرورت لرو. آکسیجن هغه څه دی چه زمونږ او ستاسی په داخل کی د میتابولیزم د تعاملات په جریان اچولو سره یا د انابولیزم، کتابولیزم یا بدون وقفه تعاملات په اجرا سره عمده رول لوبوی. ځکه آکسیجن هغه څه دی چه زمونږ حیات تضمینوی. انرژی تولیدوی او هغه انرژی چه زمونږ او ستاسی د ژوند کولو او د کار کړنی سبب کیږی. په هر حال کوشش کیږی په نړیواله سطحه او باید کوشش هم وشی چه د پانی سطحه لویه شی، د پاڼی سطحه په دی مفهوم چه یوه دوه برابره لویه پانه د یو مقیاس په پام کی نیولو سره دوه چنده کاربن دای اکساید جذبوی او دوه چنده آکسیجن خارجوی او دوه چنده په اصطلاح د لمر وړانګی جذبوی او غذایی مواد جوړوی. همدا سبب دی چه انسانان کوشش کوی یا کوشش هم وکی چه د پاڼی سطحه پراخه کی. د پانی سطحی په پراخوالی سره منظور دا ده چه د نباتاتو تعداد زیات شی، منظور دا ده چه ځنګلونه باید ترمیم یا تجدید شی او د پانی د سطحی د زیاتوالی هدف دا دی چه زیات توجه نباتاتو ته وشی. که د ستوګنی په محل کی وی که د مملکت په سطحه وی او که چیری په نریواله سطحه وی د ځنګلونو په زیاتوالی کی باید یو عمده رول انسان ولری او ولوبوی. نو ونه په رښتیا سره چی نه یواځی دا چه هوا پاکوی،چی آکسیجن تولیدوی بلکه حتی د یو شنه دیوال په سطحه د ګردونو د مخنیوی سبب کیږی. د یو شنه دیوال په سطحه د آوازو د مخنیوی سبب کیږی. د یو شنه دیوال په سطحه هغه ساحه د محیط زیست په ارتباط محفوظه ساتی. ددی سره سره ونی بیا یو بل اهمیت هم لری چی په تیره د ځنګل ونه چی د هغی سیمی د ژورو اوبو په ساتنه کی عمده رول ولوبوی، ژوری اوبه په دی مفهوم چه باران اوبه ددی نباتاتو د ریښو په واسطه جذبیږی او نه پریږدی چی د سیلابونو په شکل د تخریبی فکتورونه سره سره له لوړو څخه ژورو ته سرازیر شی. یعنی عمده فایده یی په دی کی ده چه ونی په خپلو ریښو سره د باران اوبه جذبوی، د ځمکی ژوری اوبه یا آب زیر زمینی یا اعماق زمین دغه اوبه د اوبو په تهیه کولو او ساتلو کی رول لوبوی او په عین زمان کی هغه زراعتی ځمکی د لا مزرع کیدو څخه ساتی. ځکه دغه اوبه بیا نو که ونی موجودی نه وی د سیلابونو په شکل سره لوړو څخه ژوری ته د سیلابونو په شکل سره را ښکته کیږی او زراعتی ځمکی لا مزرع کوی یا دی ځمکی په شاړی، بدلوی کورونه وړی چه مونږ او تاسی په نړیواله سطحه په چین کی هم په پاکستان کی، په توله دنیا کی او هم په کونړونو کی، هم د افغانستان په مختلفو برخو کی، هم په شمالی ولایتو کی د دی شاهد یو چی د ونو په نه درلودلی سره دغه سیلابونه ځمکه تخریبوی او بالاخره د محیط زیست د تخریبیدو سبب کیږی.Ÿ

نظر شما در مورد این نوشته چیست؟

در پایین مشخصات خود را پر کنید یا برای ورود روی یکی از نمادها کلیک کنید:

نماد WordPress.com

شما در حال بیان دیدگاه با حساب کاربری WordPress.com خود هستید. خروج /  تغییر حساب )

تصویر توییتر

شما در حال بیان دیدگاه با حساب کاربری Twitter خود هستید. خروج /  تغییر حساب )

عکس فیسبوک

شما در حال بیان دیدگاه با حساب کاربری Facebook خود هستید. خروج /  تغییر حساب )

درحال اتصال به %s