د امریکا پخوانی ولسمشر کینیډي څنګه ووژل شو؟

شماره ( 202) چهارشنبه ( 5) قوس ( 1393) / ( 26) نوامبر ( 2014 )

kenedy

شنبه د نومبر ۲۲ نېټه د امریکا د پخواني جمهور ریس جان اف کینیډي د وژل کېدو ۵۱ م تلین . کله چې هغه ولسمشر شو نو سپینۍ ماڼۍ ته یې د ځان سره انرژي راوړه.
هغه په کال ۱۹۶۱ کې د امریکا جمهور ریس شو او جمهوري ریاست ته د رسېدو سره سم یې واشګتن ته یو داسې عصري دود د ځان سره راوړ چې پخوا یې ساری نه و لیدل سوی.
ښاغلي کینیډي ۱۰۰۰ ورځې جمهوري ریاست وکړ او ۴۶ کلن و چې ترور شو . هغه د نومبر په ۲۲ مه نېټې د امریکا د ټکساس په ایالت کې د جمعې په ورځ پر سر وویشتل شو او عیني شاهدان یې په ترور باندې حیران او هک پک شول.
دغه جرم نړۍ حیرانه کړله او حتی د پخواني شوروي اتحاد د مشر په شان د هغه مخالفین یې لا خفه او هک پک کړل. زیات شمیر امریکایانو په هغه ورځ ژړل او د ولسمشر د کونډې او دوو کوچنیو ماشومانو غم یې ننداره کاوه.
د پخواني ولسمشر کینیډي قاتل ،،لي هاروې اوسوالډ،، د ولسمشر د وژل کېدو دوه ورځې وروسته د پولیسو په قید کې ووژل شو.
د اوسوالډ انګیزه به ښايي هیڅکله هم معلومه نشي چې ولي یې پر پخواني ولسمشر کینډي باندې قاتلانه برید وکړ. اوسوالډ د امریکا د سمندري ځواکونو عسکر و چې په کال ۱۹۵۹ کې د روسیې خوا ته واوښتی او په کال ۱۹۶۲ کې بیرته امریکا ته راستون سو.
د هغه د مرګ په هلکه زیات شمیر آوازې او د توطیوو ټیورېګانې تراوسه پوري چلېږي. ځیني مهمې تیورېګانې دا دي چې مافیا، سې آی ای، د روسیې کې جي بي، د کیوبا مشر فیډل کاسترو او د پخواني ولسمشر مرستیال لینډن جانسن چې د هغه نه وروسته ولسمشر شو ددغو ډلو نه یوه یې د ولسمشر په وژلو کې لاس درلودی.
د امریکا د سي انن او او آر سي د تیرکال د سروېګانو نتایجو څرګنده کړه چې ولسمشر کینیډي په تیرې نیمې پیړۍ کې د امریکا تر ټولو مشهور ولسمشر دی او ۹۰ فیصده خلګو یې د جمهوري ریاست کار تایید کړی دی چې په دومره فیصدي هیڅ یو بل امریکايي ولسمشر د خلګو له خوا تایید شوی نه دی.
د امریکا جمهور ریْس بارک اوباما پخواني ولسمشر کېنېډي ته د یوه فوق العاده عامه خدمتګار خطاب وکړ چې پراخ دید او عالي افکار یې درلودلل.Ÿ
انترنت

Advertisements

پاسخی بگذارید

در پایین مشخصات خود را پر کنید یا برای ورود روی شمایل‌ها کلیک نمایید:

نشان‌وارهٔ وردپرس.کام

شما در حال بیان دیدگاه با حساب کاربری WordPress.com خود هستید. بیرون رفتن / تغییر دادن )

تصویر توییتر

شما در حال بیان دیدگاه با حساب کاربری Twitter خود هستید. بیرون رفتن / تغییر دادن )

عکس فیسبوک

شما در حال بیان دیدگاه با حساب کاربری Facebook خود هستید. بیرون رفتن / تغییر دادن )

عکس گوگل+

شما در حال بیان دیدگاه با حساب کاربری Google+ خود هستید. بیرون رفتن / تغییر دادن )

درحال اتصال به %s

%d وب‌نوشت‌نویس این را دوست دارند: