د ع. متین پیغام

شماره ( 231) چهارشنبه ( 27) جوزا ( 1394) / ( 17 ) جون ( 2015)

به بهانه سالروز ارمغان ملی

IMG_0865

ع.متین:
د هیواد په پرمختیا او لاس ته راوړنو کی هر مثبت وګړی د خپل توان په اندازه هڅه کوی چی برخه واخلی او په خدمت کولو کی خپله انسانی او هیوادني دنده په ښه بنه تر سره کړي چی پدي بهیر کی د خدمت کولو بنی ځانته ځانګړتیا لری، څوک په یوه برخه کی او ځنی بیا په نورو لاس ته راوړونو بوښت وی، چی د لاس ته راوړونو او نیمګرتیاوو په را برسیره کولو کی غواړی د ستونځو او کږلیچونو دکه لار چی هیوادوالو ته د څرګند خدمت کولو مصدر ګرځی هغه د دله ییزو رسنیو هلی ځلی دي. رسنی په دی هڅو کی وی چه د ټولنیز خوځښت د لارویانو کوی چی نیمګرتیاوی او لاس ته راوړنی ور سره ملګری وی هیوادوالو ته په بی پری ډول رابرسیره کړی او هغه لار ور په ګوته کوی چه د لنډی مودی لادی په ګړندی توګه په پرمختیایی چارو برلاسی پیدا شی او هغه خندونه چی شتون لری د له منځه وړو له پاره یی ګړندی ګامونه پورته شی.
د ارمغان چاپی خپرونه چه هیواد کی د نورو خپرندویه خپرونو تر څنګ خپلی بی پری خپرونی پرمخ بیایی نو دی ذمه یی په بی پری توګه د هیواد د پرمختګ او د هیواوالو د ذهنونو د لا غوړیدو په خاطر پرله پسی هڅی ګاللی او بیړه یی کری چه په تولو ټولنیزو بدلونونو کی غوره او ګتور قدمونه پورته کړی او هغه لاری چاری چی د هیواد د پرمختیا او لاس ته راوړنو له پاره غوره وی د سیاستوالو په وړاندی یی ایښی او هغو خپرونو ته یی پاملرنه کړی چه د هیواد ملی ګتی پکښی خوندیتوب مومی. اوس چی د ارمغان خپرونه یولس کلنه شوه دوی ته د نورو لاس ته راوړنو په هکله چی د هیواد په یوه ستونزمن بهیر کی یی په لاس راوړی مبارکی وایو او هیله لرو چی د تیر په څیر به خپلو بی پری نیوکواو جوړونکو خپرونو ته ادامه ورکړی او هغه نیمګړتیاوی چه در چارواکو په کارکړنو کو شتون لری په داګه او د رغاوی لار چاری به ور په ګوته کړی دوی ته یو ځل بیا د زیاتو بریالیتوبونو هیله کوم.

Advertisements

پاسخی بگذارید

در پایین مشخصات خود را پر کنید یا برای ورود روی شمایل‌ها کلیک نمایید:

نشان‌وارهٔ وردپرس.کام

شما در حال بیان دیدگاه با حساب کاربری WordPress.com خود هستید. بیرون رفتن / تغییر دادن )

تصویر توییتر

شما در حال بیان دیدگاه با حساب کاربری Twitter خود هستید. بیرون رفتن / تغییر دادن )

عکس فیسبوک

شما در حال بیان دیدگاه با حساب کاربری Facebook خود هستید. بیرون رفتن / تغییر دادن )

عکس گوگل+

شما در حال بیان دیدگاه با حساب کاربری Google+ خود هستید. بیرون رفتن / تغییر دادن )

درحال اتصال به %s

%d وب‌نوشت‌نویس این را دوست دارند: