طنین :افراطي ډلي د افغان حکومت پر ضد یو موټي شوي

شماره ( 233 ) چهارشنبه ( 10 ) سرطان ( 1394) / ( 1) جولای ( 2015 )

491326B0-3ABF-46D2-BCC9-CDDF4D1467D8_w640_r1_s

D01D396F-1C15-4B7C-84C7-EC395E5B0D10_mw1024_s_n

په ملگرو ملتونو کې د افغانستان سفیر ويلي دي چې پر افغان حکومت او خلکو باندي اوسنی يرغل د طالبانو، نزدې ۷۰۰۰ بهرنیو جنگیالیو او نورو ډلو لکه داعش په گډون په «بې ساري يووالی» سره پيل شوی.
ظاهر طنین د ملگرو ملتونو امنیت شورا ته د دوشنبې په ورځ وویل چې دغه ډلي نه یوازي افغان ځواکونه او ملکي کسان د ځانمرگې بریدونو، په لاس د جوړو شوو چاودیدونکو توکو، تښتوني او ترور هدف نه گرځوي، بلکې په وینا یې هغوی د ولسوالیو او ولایتونو د نیولو هڅه کوي چې په افغانستان او همداشان سویلي آسیا کې د فعالیتونه له پاره مرکزونه ولري.
د افغانستان له پاره د ملگرو ملتونو ځانگړي استازي نیکولاس هیسم، ویلي دي چې د امریکا متحد ایالات او ناټو د جنگي ماموریت په پای کې، تر بشپړ امنیتي مسئولیت اخیستو وروسته افغان امنیتي ځواکونه له آزمویني او چیلنجونو سره مخامخ دي. هغه په خپلو څرگندونو کې ویلي دي چې له دې سره سره چې په ټول هیواد کې کړکېچ زور اخیستی دی «افغانستان خپلو امنیتي چیلنجونو ته رسیدگي کوي.»
هیسم په خپلو څرگندونو کې ویلي دي چې د افغان ځواکونو ژمنتیا په هکله «پوښتنه ځای» نه لري او هغوی له یاغیانو څخه د سیمو د بیرته نیولو له پاره مقاومت ښيي.
طنین او هیسم دواړو ویلي دي چې افغانستان ته د بهرنیو ځواکونو هجوم، د پاکستان په قبایلي سیمه شمالي وزیرستان کې د پوځي عملیاتو پایله ده. د پاکستان پوځ د وسله والو یاغیانو پر ضد دغه تعرضي عملیات د تیر کال په جون میاشت کې پیل کړي. ظاهر طنین په خپلو څرگندونو کې ویلي دي: «زموږ اټکلونه ښيي چې اوسمهال په افغانستان کې تر ۷۰۰۰ زیات بهرني جنگیالي حضور لري» چې پکښې چیچنیان، ازبکان، تاجيکان او پاکستانیان شامل دي.
هغه زیاته کړې ده چې همداشان حکومت اټکل کوي «چې ښایي په سلونو او یا هم زرونو خلک د ځینو سخت دریځه طالبانو په شمول» د «اسلامي دولت» ډلې یا داعش تر تور بیرغ لاندي فعالیت کوي.
د هیسم په وینا، ده امنیت شورا ته ویلي دي چې «افغانستان مخ پر زیاتیدونکي توگه د نړۍ د لسو بې وزلو هیوادونو په کتار کې راځي، چې د تروریستانو پر ضد د مبارزې په لومړۍ کرښه کې ځان مومي، چې ریښې یې په گاونډیو هیوادونو کې دي او ښایي خپل احتمالي منزل یې هم د [افغانستان] گاونډیان وي.»
د افغانستان له پاره د ملگرو ملتونو ځانگړي استازي د سیمه ییز او گډ گواښ پر وړاندي مبارزه کې له افغانستان سره د لا ډیري همکارۍ او ملاتړ غوښتنه کړې ده.Ÿ
dw

Advertisements

پاسخی بگذارید

در پایین مشخصات خود را پر کنید یا برای ورود روی شمایل‌ها کلیک نمایید:

نشان‌وارهٔ وردپرس.کام

شما در حال بیان دیدگاه با حساب کاربری WordPress.com خود هستید. بیرون رفتن / تغییر دادن )

تصویر توییتر

شما در حال بیان دیدگاه با حساب کاربری Twitter خود هستید. بیرون رفتن / تغییر دادن )

عکس فیسبوک

شما در حال بیان دیدگاه با حساب کاربری Facebook خود هستید. بیرون رفتن / تغییر دادن )

عکس گوگل+

شما در حال بیان دیدگاه با حساب کاربری Google+ خود هستید. بیرون رفتن / تغییر دادن )

درحال اتصال به %s

%d وب‌نوشت‌نویس این را دوست دارند: